ژبه


ځای: District No. 04, Kunduz, Afghanistan.
نېټه: 31 OCT 2022
د عکس کریډیټ: NSDO Team. ©

د فعالیت تفصیل:

د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۳۱ نیټه ۱۷ تنه دیني عالمانو ته د کورنۍ هوساینې په اړه پنځه ورځنی ښوونیز پروګرام د کندز په ښار کې  جوړ شو. په دغه ښوونیز پروګرام کې د جوماتونو ملا امامان تر پوښښ لاندې نیول شوي چې د AWARE یا (د کرنیزو تشبثاتو پراختیا او د کورنی اقتصادي پیاوړتیا) لخوا ترسره شوی. ددې ښوونیز پروګرام موخه د (د اسلام له نظره د ښځو او نارینه وو مساوات او حقوق او همدارنګه په اسلام کې  د کورنیو له خوا د کوچنیو کاروبارونو پیل) عنوان ورکړل شوې دی. ددې برنامې له ختمیدو وروسته د  جوماتونو ښاغلي امامان باید د جوماتونو د ممبرونو له لارې د سیمې اوسېدونکو ته د خپلو سیمو اساسي موضوعات بیان کړي. دغه برنامه د څلورو کلونو لپاره د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په هدف د اروپايي اتحادې د کمیسیون له خوا تمویل او د نوې لار اجتماعي او پرمختیایي موسسې یا NSDO لخوا په دریو سکټورونو (زعفران، سبزیجاتو او مالدارۍ) کې په کندز ولایت کې پلي کیږي. دغه پروګرام د دوشنبې په ورځ، د ۲۰۲۲ زیږدیز کال اکتوبر په ۳۱ نیټه پیل شوه او د یکشنبې په ورځ، د همدی کال  نوامبر په ۶ نیټه په بریالیتوب سره پای ته ورسیده.

More Photos:

د پروژې د فعالیت د بشپړیدو سلنه:

دا پلان شوی فعالیت بشپړ شوی 40%
NSDO-Afghanistan

Signup with NSDO Monthly Newsletter

We don’t spam!